د کابل وخت یکشنبه د ۹ ۸ ۳ ۱ کال د وږي ۴ ۱مه نېټه

05-September-2010 03:52 AM
 
د افغان کلتوري ټولنو د جرګې وېبپاڼه پرانيستل شوه
د پاڅون ليکنه   
جمعه, 23 - نومبر - 2007

 

جرګه ډاټ اورګ www.jarga.org د هغې کلتوري، علمي او ادبي وېبپاڼې نوم دی ، چې د جمعې په ورځ (پښتو او د ژباړې اړتيا ) د سيمينار په بهير کې د استاد محمد آصف صميم په لاس د يوې تڼۍ له  کښېکاږلو  سره پرليکه شوه. دغه وېب پاڼه ، چې زياتره  کلتوري مسايلو ته ځانګړې شوې ده د ( ژباړه ) ، ( مورنۍ ژبه ) او ( ولايتي جرګې ) په نامه درې غټې کړکۍ لري . وېب پاڼه ، چې اوس تر کار لاندې ده په نږدې راتلونکې کې د بېلابېلو کلتوري ټولنو او ستاسو په مرسته به ډېره غني شي . 
د يادونې وړ ده ، چې افغان کلتوري ټولنو جرګه په پام کې لري په نږدې راتلونکې کې د ژباړې په نامه يوه مهالنۍ، چې يوازې به ژباړو او د ژباړې په اړه موضوعاتو ته ځانګړې شوې وي ،  راوباسي
 
 

Copyright ©2006-2008 Roghtya.com All Rights Reserved.

copyright