د کابل وخت یکشنبه د ۹ ۸ ۳ ۱ کال د وږي ۴ ۱مه نېټه

05-September-2010 04:26 AM
 
افغان روغتيايي بنسټ جوړ شو
د ډاکټر عطاالله زيارمل ليکنه   
شنبه, 03 - مې - 2008

افغان روغتيايي بنسټ جوړ شو
د تېرې جمعې په ورځ د غوايي د مياشتې په ۱۳ نېټه، چې د می له دويمې نېټې سره سمون خوري د کابل ښار په پروان کارته کې نادريې لېسې ته څېرمه د يار موسسې د غونډو په خونه کې يو ګڼ شمېر ډاکټرانو، فرهنګيانو او د روغتيا دبرخې خدمتګارانو د يوې غونډې په ترڅ کې دافغان کلتوري ټولنو د جرګې تر چتر لاندې د (افغان روغتيايي بنسټ ) په نوم د يوې روغتيايي ټولنې بنسټ کېښود . په غونډه کې د بنسټ په نوم، تګلارې، نښان او نورو اړوندو چارو باندې تفصيلي خبرې وشوې او له اوږده بحث څخه وروسته ګډون والو د نظر په بشپړ يووالي پورتنۍ موضوعګانې تصويب کړې. په ناسته کې د افغان روغتيايي بنسټ لپاره د مشرتابه شورا، لارښوده شورا، کار ډله او هم د مالي چارو د سمون لپاره غړي وټاکل شول.
د ګډون والو د تصويب شوې تګلارې پر بنسټ د افغان روغتيايي بنسټ يو شمېر مهمې موخې په لاندې ډول ښودل شوې دي:

  • له ټولو روغتيايي اشخاصو، کړنو او ټولنو سره د بنسټ همغږي او د نظر تبادله
  • د روغتيايي څېړنو او مطالعاتو د پرمختګ لپاره کار کول
  • روغتيايي زده کړوته د زمينو برابرول ، روغتيايي پوهنې عامول او د روغتيايي کار کوونکيو د علمي کچې لوړول
  • د ولس په منځ کې د منفي روغتيايي کړنو او دودونو د سمون لپاره کار کول او د ټولنې د وګړيو ترمنځ د روغتيايي کړنو رواجول او دودول
  • د روغتيايي کلتور، نظافت او بدني روزنې هڅول

په دې بنسټ کې د ګډون لپاره شرايط ډېر اسانه دي او لارښوده شورا د نويو غړيو د ګډون په اړه پرېکړه کوي او له منظورۍ څخه يې وروسته هر څوک کولی شي خپل فعاليت د بنسټ په چوکاټ کې ترسره کړي.

بنسټ په پام کې لري، چې په ډېر نږدې وخت کې د روغتيايي مالوماتو په اړه خپله ځانګړې خپرونه ولري ، د روغتيا په برخه کې د علمي اثارو ژباړلو او ليکلو ته ډاکټران هڅوي او د هغوی د چمتو شويو اثار و د چاپ لپاره منظمې هڅې وکړي.
افغان روغتيايي بنسټ به د علمي کچې د لوړولو لپاره سيمينارونه ، روزنيز ورکشاپونه اونور روزنيز پروګرامونه جوړوي او د هېواد د اساسي قانون په رڼا کې به خپلې چارې ترسره کوي .


 
 

Copyright ©2006-2008 Roghtya.com All Rights Reserved.

copyright