|
يو ليک د ( تفرقه يا وصلت ) تر سرليک لاندې د څراغ د درندې ورځپاڼې په ( ۱۰۴۲ ) ګڼه کې خپور شوی دی، چې د هغه په ترڅ کې ليکونکي هڅه کړې ده، چې ځان په لوړه کچه د ملي يووالي پلوی وګڼي او هم غواړي، چې هېوادوال ددې څخه خبر کړي، چې ګواکې د بهرنيو ځواکونو له خوا د افغانانو تر منځ د بې اتفاقۍ د منځته راوړلو لپاره د پښتو ژبو او فارسي ژبو ترمنځ د ټولګيو د بېلولو پلان تر لاس لاندې نيول شوی دی.
داسې ښکاري، چې ددې ليکوال ته د افغانستان او په ځانګړي ډول د کابل ولايت بشري جغرافيه جوته نه ده. هغه په دې ښايي ښه خبر وي خو سترګې پرې پټوي، چې په افغانستان کې خلک په لسګونو ژونديو ژبو باندې خبرې کوي، چې په هغوی کې ډېری يې په پښتو ژبه او نور يې په نورو ژبو خبرې کوي. بله دا چې د کابل ښار د فارسي ژبی ښار ګڼل لويه تېروتنه ده. په کابل ښار کې د افغانستان د ټولو ژبو ويونکي، چې ډېری يې پښتو ژبي دی اوسېږي. ددې ليک ليکونکي ته اړينه ده، چې له خپله کوره را ووزي او د ښار او ولايت په ټول سيمو کز وګرځي، هلته به ورته ښکاره شي، چې دې ښار ته پښتو ژبی او يا فارسي ژبی ښار ويل کېدای شي؟
خو دلته يوازې د ماشوم د زده کړې په حقوقو غږېږو، ښايي ددې ليک ليکونکی ددې څخه بې خبره وی، چې د زده کوونکو د نړيوالو حقوقو څخه، چې ښوونځي، ښوونکي، د لوست لوازم دی، د هغوی له ډلې څخه په مورنۍ ژبه زده کړه هم ده. دا حق د هېواد په اساسي قاونو کې هم په روښانه ټکو کې تسجيل شوی، چې هيڅوک حق نه لري، چې په اړه يې بې باکه خوله خلاصه کړي. ددې حق له مخې نه یوازې فارسي ژبي بلکې پښتو، ازبکي، ترکمني، شغناني، نورستاني، بلوڅي، پشه يي او د نورو ژبو ويونکی زده کوونکي دا حق لري، چې په خپلو مورنيو ژبو زده کړه وکړي. دا ځکه چې په مورنۍ ژبه زده کوونکی د لوست په مفهوم ښه پوهېږي او هغه په ښه ډول مغزو ته سپارلی شي او د هغه استعداد ورسره وده کوي.
زه د څلورو تنو زده کوونکو د پلار په توګه دا ويلای شم، زما هغه زوی، چې په مورنۍ ژبه لوست ورته پيل شوی څومره د لوست او ښوونځي سره مينه لري او خپل لوست په ښه توګه زده کوي او درې تنه نور اولادونه مې، چې د پخوانيو حکومتونو د ناوړه پاليسيو له امله تر اوسه په فارسي ژبه لوست وايي څومره له ستونزو سره مخامخ دي، د لوست په مانا او مفهوم نه پوهېږي، هغوی لوست په ميخانيک ډول ياد ته سپاري او د ښوونکو له خوا تر فشار لاندې دي او له همدې امله يې زړونه له ښوونځي څخه تور دي.
په مورنۍ ژبه زده کړه يوه تعليمي مسئله ده، چې بايد دا اسانتيا د هېواد په هره برخه کې د هېواد هر زده کوونکي ته برابره شي، چې له بده مرغه دا بهير ډېر ورواو سوکه روان دی.
ددې ليک ليکونکي ته بايد وويل شي، چې هغه مهال په يوه هېواد کې ملي يووالی ټينګېږي، چې د هېواد ټول وګړي د برابرو حقوقو څخه برخمن وی. که د دوی حقوق د هر ډول ښکليو ويناوو او خبرو تر پردې لاندې تر پښو لاندې شي هغه مهال به ملي يووالی، مصنوعي و اوسي او هر مهال به د ماتېدو له ګواښ سره مخامخ وي.
بله دا خبره، هغه څوک او کړۍ، چې غواړي د خلکو ترمنڅ د قومونو، ژبو او مذهب په نوم بې اتفاقي واچوي د هېواد ټولو خلکو ته ښه مالوم دي او هغه ګاوندي هېوادونه، چې غواړي د ځانګړو متعصبو او کرکجنو ډلو څخه ملاتړ وکړي هم جوت دي. خو له نېکه مرغه د هېواد د خلکو ترمنځ يووالی ټينګ دی او دا يووالی هغه مهال نور هم ټينګ کېږي، چې د اساسي قانون له مخې د هېواد ټولو خلکو ته خپل حقوق ورکړل شي.
موږ د پوهنې له وزارت څخه غواړو، چې په مورنيو ژبو د زده کړې بهير ته يوازې په کابل بلکې په ټول افغانستان کې پيل او چټک کړي او په دې لاره کې هر ډول خنډونه په بيړه د مخه لرې کړي. دا د ډېرو زده کونکو او د هغوی د ميندو او پلرونو غوښتنه ده.
|