|
د پاڅون ليکنه
|
|
پنجشنبه, 07 - اګست - 2008 |
|
مصور خپرندوی بنسټ په پام کې لري دماشوم ادبیاتو دسمینار په ویاړ دماشومانو له خوا دلیکل شویو اثارو ټولګه خپره کړي.
په دې توګه ټولو هغو ګرانو ماشومانو ته چې شعرونه ،کیسې او نور ادبي اثار لیکي اویاانځورونه کاږي خبر ورکول کیږي چې خپل اثار ، لنډه پیژند ګلوي او عکس دوږي (سنبلې) میاشتې تر ۱۵ نیټې پورې په دغو برښنالیکونو راواستوي:
دغه راز مصور خپرندوی بنسټپ په پام کې لري په همدې مناسبت دماشومانو لپاره دشعرونو ، کیسو او دماشومانو لپاره دنورو لیکنو بله ګډه ټولګه چاپ کړي .
قدرمن لیکوال دې خپل اثار ، لنډه پیژندنه او یو عکس تر پورتنۍ نیټې په دغو برښنالیکونو را واستوي:
اویا دې له- - ۰۷۹۹۵۷۶۷۶۲ ــ ۰۷۰۰۲۹۴۶۳۲ او ۰۷۰۰۲۱۷۰۱۲ شمیرو تیلیفون سره اړیکې ونیسي.
مصور خپرندوی بنسټ
|