د کابل وخت یکشنبه د ۹ ۸ ۳ ۱ کال د وږي ۴ ۱مه نېټه

05-September-2010 03:50 AM
 
په مورنۍ ژبه د زده کړې اړتيا
د پاڅون ليکنه   
سه شنبه, 22 - جنوري - 2008
درنو لیکوالو ،فرهنګیانو او دنظرخاوندانو !
په کابل ښارکې زده کونکو ته په مورنۍ ژبه (پښتو) دزده کړې برابرول یوه ستره اړتیا او جدي ستونزه ده، موږ له تا سې ټولو څخه په درنښت هیله کوو چې دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه وکړۍ .
مونږ غواړو چې ددې کار لپاره یو پراخ مطبوعاتي کمپاین وکړو خو ددې لپاره چې دا یو ټولنیز حرکت او عمومي اړتیا ده نو هیله ده چې خپلې لیکنې دلاندې عمومي حقیقتونو او پالیسۍ له مخې تر تیب او په بیلابیلو خپرونو (ورځپاڼو ، مجلو ، او ویب پاڼو ) کې خپرې کړﺉ لیکنې باید په عمومي ډول داسې و ي چې :
ستونزه مطرح کړي ،
دحل اړتیا یې وڅیړي ،
عملي ، اسانې او ګټورې حل لارې ورته وړاندیز کړي.
د مطبو عاتو له لارې هڅې :
 عمومي معلومات او دلیکنو په باب پالیسي .
 عمومي معلومات (حقایق)
 پخپله ژبه زده کړه دهر ماشوم حق دی :
 داساسي قانون د
۱۶ مادې له مخې پښتو دافغانستان رسمي ژبه ده .
 داساسي قانون د
۴۳ مادې له مخې زده کړه باید په خپله ژبه وي (مورنۍ ژبه ).
 دماشوم دحقوقو نړیوال تړون هم ماشوم ته په خپله ژبه دزدکړو په اصل ټینګار کوي .
 متوازنه ښونه او روزنه ددې غوښتنه کوي چې دماشوم ذهني ، عقلي ، دماغي ،روحي او اخلاقي پرمختیا دښونې او روزنې هدف دی او ښونه اوروزنه باید انسان داسې وروزي چې دیوه حاصل ناک ژوند څښتن وي .
 په خپله ژبه له زده کړې څخه دیوه ماشوم محرومول ددې سبب کیږي چې ماشوم داروايي عقدو ښکار شي اوداراز اشخاص دافراط اوتفریط خواته ښویږي .
 دا مهال په کابل ښار کې زیات شمیر پښتوژبي انسانان اوسیږي .
 په خپله ژبه ماشومانو ته دزده کړو پروګرام دملي یوالي له ټینګښت او دمحرومیتونو له منځه وړلو سره مرسته کوي .
 دا داسلامي عدالت غو ښتنه هم ده چې هرچاته دې خپل حقوق وسپارل شي .
 دتعلیمي نصاب په
۷ ماده کې هم پر دې موضوع ټینګار شوی دی.
 
 پا لیسي :
 لیکنې ، مرکې او نورې خپرونې به دلاندینیو ټکیو په نظر کې نیولو سره ترسره کیږي :
 دملي یوالي او هیوادني مصلحت ټول اړخونه به په پام کې نیول کیږي .
 موضوعات به دانساني حقونو او حقیقي اړتیاوو په بڼه مطرح کیږي ، سیاسي ، نژادي او مذهبي رنګونه باید ورنه کړل شي .
 په کوم قام ، ژبه وینکیو ، اوکوم ګوند باید تورونه ونه لګول شي او په هیڅ ډول پړه ونه ګڼل شي.
 تیرې تاریخچې او بحثونه زیاتره وخت دلانجو راپارولو سبب کیږي که چیرې هم په داسې مواردو بحث کیږي نو باید لنډ علمي او مثبت او مستدلل وي .
 ډیره پاملرنه راتلونکي ته پکارده چې باید دحل په عملي لارو چارو ګټور بحث وشي او داراز موارد په نښه شي.
 دملت جوړونې په پروسه کې دې دنوموړې مسلې اغیز روښانه شي .
 دهیواد دمتوزنې پرمختیا ،متوازنې پوهنې او سالمو ماشومانو روزل دموضوع ستر هدف ګڼل کیږي .
 پخپله ژبه زده کړه دې دنورو ژبو ویونکو ماشومانو حق هم وګڼل شي .
 ليکنې باید لنډې ، رڼې ، مستقیمې اود مشخص دریځ او مفهوم درلودونکې وي او په فوکس شوي ډول دې په کې حق او معقو لې غوښتنې نغښتې وي .
 په هره لیکنه کې باید ملت او دولتي چارواکي په معقوله توګه مسول وګڼل شي او همدا رنګه دې ورته په شفاف ډول ددوامداره حل لارې چارې هم ورپه ګوته شي .
 په لاندینیو موضوعاتو دې بیلابیل لیکوال لیکنې وکړي .
 
۱- دماشوم دارواپوهنې په رڼا کې .
 
۲- د پیدا ګوژیکو اوصولو په رڼا کې .
 
۳- دماشوم دحقوقو دنړیوال تړون او نورو نړیوالو تړونو نو په رڼا کې.
 
۴- نړیوالو خبري رسنیو اوکورنیو خبري سرچینو ته دې دپورتنۍ ټاکل شوې پالیسۍ په پام کې نیولو سره لیکونه ولیکل شي .
 
۵- ډله ایز اوسر خلاصي لیکونه هم باید له پامه ونه غورزول شي .
 
۶ – دموضوع په اړه دې ګردي میزونه دمطبوعاتو له لارې ازاد بحثونه او دخپراوي هر راز وسیلې په کار واچول شي .
 په پښتو ژبه دزده کړو لپاره ښونځي جوړول مهم دي مګر ضرور نه ده چې مستقل دې رامنځ ته شي معیار دې ټولګي وګڼل شي او هر چیرې چې په یوه ښونځي کې يوټولګی زده کونکي موجود وي په مورنۍ ژ به دې ورته ټولګي رامنځ ته شي.
 داوخت دې ډیره پاملرنه دکابل ښار ته وشي ، په یوه وخت کې به دډیرو او ستونزمنو دندو اخیستل اوسرته رسول ممکن نه وي .
 په بیلابیلو ډګرونو لکه ( مطبوعاتو ، سوداګرۍ، لوړو زدکړو ، او.... ) کې پښتو ستونزې لري چې باید په خپل وخت ورته پاملرنه وشي اما دامهال په ښونځیو کې دپښتنو ماشومانو ستونزه خورا حیاتي ده چې جدي، بیړنۍ او نه په شاکیدونکې پاملرنه ورته په کار ده .
 که څه هم دادماشوم حق دې چې په خپله ژبه زده کړه وکړي ، خو هغه نه شي کولای داکار وکړي نو ځکه باید میندې او پلرونه را وبلل شي چې داغږ پورته کړي .
 ټولې غوښتنې په داساسي قانون مطابق ، معقولې ، سوله ایزې اوپه بشپړه حوصله مندۍ مطرح کیږي چې جذباتي او شعاري بڼه یې دمنلو وړ نه ده .
 له میډیا سره دپرله پسې کار او اغیزمن استعمال دمیکانیزم په اړه باید دقیق فکر وشي او په حلقوي ډول باید دا کار تنظیم شي .
 که څه هم هرلیکوال په لیکنه کې خلاص مټ لري خودا چې دایوه ټولنیزه غوښتنه ده او په یوه حساس تاریخي پړاو کې دیوه قام دغوښتنو ټولنیز منسجم عمل دی نو باید چې لیکوال تر ګروپي سلامشورې وروسته خپله لیکنه چاپ ته وړاندې کړي . 

مورنۍ ژبه
چي دمور د غيږى ژبي ته دي شاكړه  =   تـربيــه دمور او پـلاردي برمـلاكــــړه
دآسمان په كتابوكـه څه هم پوه يې    = سود دي نشته خپله ژبه دي ترشاكـــړه
نوري ژبي اوعلوم زده كـړه هنـر دى =   مېړه ها دى كې دمور ژبه ښكلاكــــړه
چاويل چي سيندخالي دى له ګوهره = چه غوټې پسي وهي لعل يې پيداكړه
خواره ژبه او كلتور ملت ئې مړ دى   =   ملت پالوتر خپل قوم هـرڅـه فـداكـــړه
پښتنوخـويندو پالـنـه دبچـوكـــــړﺉ    =   كــنه زوى دي دپښتوورماته ملاكـــړه
(شاعر: جان محمدسنځرخيل )
 
 

Copyright ©2006-2008 Roghtya.com All Rights Reserved.

copyright