د کابل وخت یکشنبه د ۹ ۸ ۳ ۱ کال د وږي ۴ ۱مه نېټه

05-September-2010 04:24 AM
 
دافغان کلتوري ټولنو د ګډې جرګې د روغتیايي بنسټ لومړۍ غونډه
د ګل آغا احمدي وردګ ليکنه   
جمعه, 28 - ډسمبر - 2007

د افغان کلتوري ټولنو د ګډې جرګې د روغتیايی بنسټ لومړۍ غونډه د تیرې جمعې په ورځ چې د ۱۳۸۶ هجري لمریز کال د مرغومې ۷مه او د ۲۰۰۷ میلادي کال د ډیسمبر ۲۸مه نیټه وه د کابل ښار په ستاره هوټل کې د هیواد د لسګونو ډاکټرانو، روغتیاپالانو، لیکوالانو، شاعرانو، د جرګې د غړو او له جرمني څخه د راغلي مشر میلمه ښاغلي ډاکتر همایون همت په ګډون جوړه شوه.

مشران میلمانه:
د مشرانو میلمنو لپاره ټاکل شوي ځاې ته ښاغلی ډاکتر صاحب همایون همت، ډاکتر محمد بشیر نورمل، ډاکتر محمد اکبر اکبر او ښاغلي اسدالله غضنفر ور وبلل شوه.

 

د غونډې پيل:
غونډه د غرمې وروسته په دوو بجو د قرآن کریم د تلاوت او ملي سرود په اوریدلو سره پيل شوه چې د همدې ورځې تر پنځو بجو پورې یې دوام وکړ.
د پرانستونکې وینا په توګه ښاغلي نورالحبیب نثار د جرګې د جوړیدو تاریخي لرلید د غونډې ګډونوالو ته وړاندې او هغه اهمیت یې څرګند کړ چې له مخې یې د جرګې روغتیايي بنسټ جوړېږي. همدارنګه نوموړي هغه اړتیاوې هم په ګوته کړې چې د هیواد په پوهنتونونو کې د طب او نورو پوهنځیو محصلین د خپلو زده کړو پر مهال ورسره مخ وي او د ژباړې د بهیر په چټکتیا یې ټینګار وکړ. همدارنګه د طبي علومو د ژباړې ضرورت یې څرګند او د دې بنسټ د جوړیدو په لاره کې یې د ښاغلي ډاکتر صاحب خوشال روهي او ډاکتر صاحب همایون همت رول د قدر وړ و باله.

د ویناوالو خبرې:
ډاکتر صاحب اختر محمد اکبري د غونډې د اجنډا په هکله خبرې وکړې او ویې ویل چې دا څو کاله کېږي چې ډاکتر همایون همت د امریکا غږ آشنا راډیو له لارې په ډیره آسانه او روانه پښتو د اوریدونکو روغتیايي پوښتنو ته ځوابونه وايي او د همدې لارې يې په هېواد کې د (Toxoplasmosis) ناروغۍ له امله د سقط د زياتو واقعاتو مالومات تر لاسه کړل، په داسې حال کې چې د نوموړې ناورغۍ د درملنې په هکله يې ګټورې مشورې له اوریدونکو سره شریکې کړې ويې پتيله چې د ناروغۍ د رېښتيني تشخيص، شتون او څومره والي په اړه د څېړنو لپاره خپله هېواد ته راشي او پدې اړه د لمړي لاس مالومات تر لاسه کړي. همدارنګه د ډاکټر صېب همت هدف په هېواد کې د ميشتو ډاکټرانو سره د تجربو شریکول، د ناروغيو او د هغوې درملنې په اړه ګټور وړاندیزونه، د ډاکترانو او د طب د څانګې محصلینو پوښتونو ته ځوابونه او د نويو پرمختګونو په اړه دوې ته مالومات ورکول شامل دي.
ډاکتر دوران فیضان د خپلو خبرو په ترڅ کې د هېواد روغتيايي حالت په اړه د ځینو ارقامو په وړاندې کولوسره یوه ځغلنده کتنه وکړه او هغه ستونزې یې په ګوته کړې چې په دې څانګه کې زموږ هیواد ورسره مخ دی او بیا یې د خپلو وړاندیزونو يوه لړۍ وړاندې کړه.
نوموړي وړاندیز وکړ چې د روغتيا په څانګه کې د عامو وګړو د زده کړې کچه لوړه شي، د زده کړې مواد دې په ساده ژبه ورته وړاندې او د طب زده کړيالانو ته دې د ژباړې له لارې په پښتو ژبه د زده کړې زمینه برابره شي. نوموړي همدارنګه د ډاکټرانو لپاره د ټرېننګونو د جوړولو په اړه د یوې ځانګړې تګلارې د جوړیدو غوښتنه هم وکړه چې په دې لاره کې د ډاکتر صاحب همایون همت او ډاکتر نعيم عظیم د مرستې غوښتونکی شو.

وروسته ډاکتر صاحب همایون همت وویل: ډیر خوشحاله یم چې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې په څنګ کې د روغتیايي بنسټ جوړیدل وینم او ستاسو ټولو هڅې په دې لاره کې د ستایلو وړ دي. نوموړي وویل ما چې له خلکو سره د رادیو له لارې د خپلو مالوماتو د شریکولو پروسه ولیده نو ماته پته ولګیده چې زموږ ولس څومره تږی دی څو د روغتیايي زده کړو لړۍ ورته ورسیږي. موږ باید هغه ویره د خپل ذهن څخه لرې کړو چې ولس ته د ریښتني خدمت او مالوماتو وړاندې کولو پر مهال راته مخې ته درېږي او په خپل ټول جرئت او ریښتنې توګه د خپل ولس خدمت ته مټې را ونغاړو. ډاکټر صېب همت زياته کړه: په دې ملت کې د مشر او کشر ورور تفکیک په کار دی او هغه پانګه چې نړیوال یې د مرستې په نوم لګوي د دې ملت حق دی او موږ باید له دې حق څخه په مثبته توګه او د خپلو ملت د هوساینې په لاره کې ګټه واخلو. زه دا خبرې دلته هم کوم، نړیوالو ته یې هم کوم، زموږ معامله د نړیوالې ټولنې سره ده او د خپل مشترک دښمن د ملا د ماتولو لپاره خبرې ورسره کوو. موږ لاندې ټکو ته ګوته نیسو:


لومړۍ برخه: د تحقیق په لار کې د ځينو چارواکو مرسته نه کول،
دوهمه برخه: ژبه د کلتور د پرمختګ ډیوه، بنسټ او زموږ شريکه مور ده، د هغې خدمت اوعلمي کول راته په دې لاره کې یو اساسي ټکی ښکاري په دې فرهنګیانو او طبیبانو سربیره باید موږ نور پوهان او د ولسونو حقيقي استازي چې د اسلام د اصولو او زموږ د ټولنې د ارزښتونو په رڼا کې د هغوې حقيقي استازيتوب کوي، هم راشریک کړو.
دریمه برخه: ستاسو تجربې، پوهه، خولې، هلې ځلې او قرباني ده چې دغه کار ته به سمون ورکوي، زه د یوه عادي غریب افغان په نوم بحث کوم او هیڅ امتیاز نه غواړم. د ولس په صف کې دریدل د ځان لپاره ویاړ ګڼم، امتیاز به نه وي بلکې نیمګړتیاو ته به علمي لارې او ځواب پیدا کوو. که کوم طبي بنسټ جوړېږي، هلته به امتياز نه وي، ټول به ولس ته د خدمت په لار کې سره لاسونه ورکوي.
زه د افغانستان د خوشحالۍ، روغتیا او سعادت لپاره راغلی یم او ویاړ کوم چې ستاسو سره په دې مبارک مجلس کې ګډون کوم په افغاني چوکاټ کې به د طبي پوهې تهداب جوړوو.

آزاد بحث:
په آزاد بحث کې ښاغلیو هر یوه ډاکتر اکبر اکبر، ډاکتر امیرمحمد جلالي، ډاکتر محمد بشیر نورمال، ډاکتر نجیب الله امرخیل، پوهاند حمیدالله امین، ډاکتر نعیم عظيم، ډاکتر فریدون بارکزی، ښاغلي اول الرحمن رودوال، ډاکټر نصرت رسا، ډاکټر اختر محمد اکبري، ښاغلي مياخېل او یو شمیر نورو خپل نظریات څرګند او د غونډې ګډونوالو ته یې خبرې وکړې چې د هغوې د خبرو لوی ټکي او وړاندیزونه په لاندې ډول خلاصه کېږي:

  • د ژباړې په هکله دې ډیرې هڅې وشي څو روغتیايي علمي کتابونه پښتو ته را وژباړل شي او د محصلینو ستونزو ته د حل لاره و موندل شي.
  • نوي میتودونه او نوي مواد دې په کار و لویږي څو زموږ ډاکتران په نویو معلوماتو سمبال شي.
  • د لویو درسي کتابونو په ځای دې واړه جیبي کتابونه وژباړل شي او د ژباړې ژبه یې بايد ډیره ساده وي همدارنګه د ژباړې لپاره یوه کمیټه او ښه ژباړونکي په کار دي.
  • هغو استادانو ته دې علمي قناعت ورکړل شي چې غواړي د تدریس پر مهال یوازې خپل لیکل شوي پخواني کتابونه تدریس کړي څو له نوو میتودونو کار اخیستلو ته لاره هواره شي.
  • انټرنیټ هم د نوو معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره یوه ښه وسیله ده او محصلینو ته له هغه څخه د خپلو درسونو په لاره کې د پراخې استفادې سپارښتنه کېږي.
  • دغه بنسټ دې د ډاکترانو او لیکوالو یو منظم تشکیل ولري چې لومړیتوبونه په ګوته کړي.
  • لومړیتوبونه دې مشخص او هغه مواد دې په خپله ژبه تهیه شي چې د لومړیتوبونو پر بنسټ ولاړ وي.
  • دغه بنسټ دې د کمپیوټر د مایکروسافټ په څیر د طبي اصطلاحاتو لپاره د پښتو ترمینالوجۍ، الفاظو او مترادفو کلیمو په جوړولو لاس پورې کړي او د دې لپاره دې یوه کاري ډله په کار وګماري.
  • دغه بنسټ وړاندیز کوي چې د طب محصلین دې په ښه، اساسي او ریښتني ډول انګریزي ژبه زده کړي ځکه چې دغه ژبه د معاصرو علومو لویه زیرمه ګڼل کیدای شي.
  • باید د طبي زده کړو او له پښتو سره د همغږي کولو لپاره یو داسې اغیزمن سیستم جوړ شي چې خلکو ته په خپله ساده ژبه معلومات وړاند کړي.
  • یو با صلاحیته کمیسیون دې جوړ شي او دغه کمیسیون دې له تجربه لرونکو اشخاصو او پوهانو سره ملاقات و کړي.
  • د طبي خدماتو د وړاندې کولو او په پښتو ژبه د تدریس د چارو سمون لپاره دې یو مالي صندوق جوړ او ګډونوال دې ورسره مرسته وکړي.
  • علمي کنفرانسونه دې را وغوښتل شي او په مشخصو موضوعاتو دې بحث وکړي.
  • د بنسټ لپاره ثابت ځای پکار دی څو د اړوندو اشخاصو او مینه والو پر مخ پرانیستی وي چې په دې لړ کې طبي بنسټ ته ښاغلي ډاکتر نجیب الله امر خیل په خپل روغتون کې د یوې خونې د ورکولو اعلان وکړ.
  • کله چې د طب په برخه کې په کمیت باندې خبرې کیږي نو باید په دې هکله کیفیت ته هم پاملرنه وشي.
  • راځی چې له ځانه پيل وکړو لومړی خپل بزنس کارتونه او لوحې پښتو کړو
  • د موخو ټاکل، د لومړیتونو تشخیص، امکانات او د پانګې برابرول هغه ټکي دي چې د طبي بنسټ په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
  • ډاکټر امير محمد جلالي د خپلو خبر په ترڅ کې د يوې طبي ډکشنرۍ د ژباړې خبر ورکړ چې د ده په وينا يې څو کاله دمخه ژباړلې ده خو د اقتصادي ستونزو له کبله لا تر اوسه په CD باندې ده او لا چاپ شوې نده. په دې اړه داکټر همايون همت ژمنه وکړه چې که چېرې نوموړې ډيکشينري د صلاحيت لرونکې کمېټې هوکړه تر لاسه کړي، د چاپ لپاره به يې عملي ګامونه واخيستل شي.
  • د طبي نوي ژورنالونه دې وژباړل شي. د چاپ تر څنګ دې په انټرنټ له لارې خپاره او يو برېښنايي پر ليکه کتابتون دې جوړ شي.
  • هڅه دې وشي چې داسې کتابونه راوژباړل شي چې له چاپ وروسته د پلورلو لپاره مناسب وي تر څو بنسټ وکولاې شي اقتصادي پياوړتيا ترلاسه کړي.


د کمیټې ټاکنه:
ورپسې د مجلس له ګډونوالو څخه د يوې کمیټې د جوړېدو اعلان و شو چې دا کمېټه به په ګډه د طبي بنسټ کارونه په مخ بیايي خو دغه کمیټه به هغه وخت بشپړه شي چې د هیواد د مختلفو کچو له پوهانو او روغتیاپالانو سره هم ملاقات وشي او هغوی هم په دې بهیر کې ونډه واخلي.
باید وویل شي چې د نوموړي غونډي د ویندويۍ چارې د ښاغلي ډاکتر منقادالرحمن رودوال او د راپور لیکنې مسوولیت د ګل آغا احمدي وردګ پر غاړه وو.
همدارنګه د نوموړې غونډې د جوړیدو لپاره د افغان کلتوري ټولنو د جرګې کاري ډلې غړو لکه ښاغلي عبدالرحمن الفت، ښاغلي ملنګ ابراهيمي، استاد اسدالله غضنفر، ډاکتر دوران فیضان، ښاغلي محبوب الله محبوب، ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ، ډاکټر محمد ابراهيم شينواري، ښاغلي عبدالودود پښتونځار، ډاکتر اختر محمد اکبري، ډاکتر خوشال روهي، ښاغلي عزت الله شمسزی، ښاغلي اسرار کریمزی، ښاغلي عبدالجبار څپاند، استاد نورالحبیب نثار، ښاغلي اول الرحمن رودوال، ښاغلي زاهد تراب او ډاکټر منقاد الرحمن رودوال هم خپلې هلې ځلې کړي دي چې له ټولو څخه مننه کوو او د لوی خدای (ج) له دربار څخه ورته اجر غواړو.


 
 

Copyright ©2006-2008 Roghtya.com All Rights Reserved.

copyright