د کابل وخت یکشنبه د ۹ ۸ ۳ ۱ کال د وږي ۴ ۱مه نېټه

05-September-2010 04:11 AM
 
د سوری شېرشاه مقبره د شمالی هند دريم تاريخي او هنري وياړ په توګه
د پروفيسوررشید ليکنه   
سه شنبه, 10 - مارچ - 2009

 دشمالی هندخلکو ،

دسوري شیرشاه پرمقبره ،

دپښتنو پردغه تاریخی اوهنري شهکار ، ددوی دلوړې فرهنګ پالې  بیلګې په توګه وویاړل 

اودخپل دریم تاریخی  اوهنري ویاړ په توګه یې ومانه .

زه هم ځکه په جهان کې بی عدیل یم      په جمال مې معشوقه ده بې عدیله


خوشال خټک
 

له دوو میاشتو راپه دیخوا په هندکې دپيژندل شوي چینل  (ان ډی ټی وي ) له خوا دهندوستان په بیلابیلوبرخو کې  د اووحیرانونکو تاریخی اوهنری ویاړونو دټاکوپراخه سروې را پیل شوې ، په دغه سروې کې چې دایمیلونو ، اس ایم سونو ،  لیکونو او ټلیفونو له لارې ترسره کیږي ، له ټولو خلکو څخه هیله شوې چې په soriدغه پراخ کمپاین کې برخه واخلي څو دهندوستان  په بیلابیلو سیموکې  دخپلو اووو تاریخی اوهنري ویاړونو په ټاکلوسره دپراخ هند دهیواد اوسنی نسل دخپلونویو نسلونو په وړاندې نو رهم تلپاتی او  د درناوي وړ پاتې شی .

جالبه داده چې دغه تلویزیونی چینل غواړی دهندوستان په هره برخه (شمال ، جنوب ، ختیز او لویدیز ) کې دخپلو دغو تاریخی عجایباتو بیلګې راپورته اود خپل تاریخی او هنري اهمیت له مخې یې دخپلوهیوادوالو اونړیوالو په وړاندې برجسته او ټولو ته وروپیژنی  .

پرون ددغه تلویزیوني چینل لومړي غونډه دشمالی هندوستان (بهار او چارکند ) دایالتونو په اړه دیوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې چې په هغه کې دهند دمرکزي حکومت ، سوداګرو ، سیمایی استازو  وزیرانو اونومیالو استازو او دبهارایالت لوړرتبه مامورینو  اعلی  وزیرانو ، دواکمن او مخالف ګوند ونو سیمه ییزو او مرکزی مشرانو او ترزرو زیاتومینه والو برخه اخیستې وه ، په شمالی هندوستان (بیهار اوجارکنډ ) کې دهندوستان اووه تاریخی  اوهنري عجایب اعلام کړل چې په هغو کې دنومیالي واکمن اعلحضرت شیرشاه سوري مزار نالنده پوهنتون او دبودا له معبد څخه  وروسته دریم مقام کې دشمالی هندوستان ددغې سیمې په اووو  تاریخی او هنري عجایباتو کې ترلاسه کړ .

 

دپښتون ټولواکمن دغه (۱۲۲ فوټه ) لوړه مقبره  په  لسمه هجري پیړۍ کې دهغه نومیالی زوی ټولواکمن سلیم شاه دشمالی هندوستان سهسرام پر سیمه چې دده پلرنۍ پرګنه وه بشپړه کړه ، داماڼې دجوړښت له مخې په خپله دشیرشاه سوري خول ( تاج ) دی . چې ددغه وخت دماهرو معمارانو له خوا دڅکمې پرمخ په دغه اوسنی شهکاري بڼه رامنڅ ته او دلته په سرلوړۍ سره ودریده .

داپه هندکې دپټان سټایل معمارۍ هغه هنري بیلګه ده چې نن سبایی یې ددغه هیواد په تاریخي اوهنري ویاړونو کې دپاملرنې وړڅای ، داهنري شهکارپه داسې وخت کې دهند خلکودخپلو یوه بی ساري  میراث په توګه ومانه چې په پښتونخواکې لاهم جاهل اوتورتم پلوي څواکونه دپښتنودنومیالی اوانسان دوست شاعر رحمان بابا مزار دخپلوشیطاني موخو قربانی کړ.

داجاهل شیخان ، شیخان نه دي شیطان دي        چې فساد یې پیداکیږي له تهلیله

زه هم ځکه په جهان کې بی عدیل یم               په جمال مې معشوقه ده بې عدله

چې آرام یې دخپل یار  په لیدو وشو

دخوشال له دله څه غواړې تعجیله

 

په هند کې دافغانستان سفارت فرهنګی  څانګه دهند او افغان ملت هنرپالو خلکو اوټولنو ته ددغه تاریخي ویاړ له امله د زړه له کومي مبارکۍ څرګندوي

 

پروفيسوررشید

نوي ډیلی  - هند

 
 

Copyright ©2006-2008 Roghtya.com All Rights Reserved.

copyright