د کابل وخت یکشنبه د ۹ ۸ ۳ ۱ کال د وږي ۴ ۱مه نېټه

05-September-2010 04:25 AM
 
د ډاکټر دوران فيضان ليکنه   
شنبه, 04 - اپريل - 2009

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د خواشينۍ پيغام 

په ډیرې خواشيني سره مو دمیرمن  کلتوري ـ ټولنیز بهیر  دیوې بنسټ ایښودونکې او فعالې غړې تکړه لیکوالې او شاعرې آغلې توبا ندا ساپۍ د ارواښاد پلار د وفات دردونکی  خبر ترلاسه کړ .

انا لله و انا اليه راجعون

ارواښاد په وطن مين او يو سپېڅلی شخصيت  و ،چې د عمر ډېره برخه يې وطن او خلکو ته په خدمت کې تېر ه کړې وه .او افغاني ټولنې او افغاني فرهنګ ته یې د آغلې ندا په څیر وطنپاله ، خواخوږې او د لوړ پښتني احساس خاونده لیکواله وړاندې کړې وه . 
 دمیرمن  کلتوري ـ ټولنیز بهیر  مشرتابه هيئت او ټول غړي د ارواښاد مړينه يوه لويه ضايعه ګڼي او د خپلې ورې خواخوږي مراتب د دوي درنـــي کــورنۍ او ټــــول افغان ولس ته وړاندي کوي او ارواښاد ته جنت الفردوس غوښتنه کوي .

د هیواد په مرکز او ولایتونو کې دمیرمن  کلتوري ـ ټولنیز بهیر   ټول غړي له قدرمنې خور ندا ساپۍ سره ځانونه په دې ستر ویر کې شریک بولي او دې او درنې کورنۍ ته یې د جمیل صبر دعا کوي .
روح دي ښاد وي
میرمن  کلتوري ـ ټولنیز بهیر

 
 

Copyright ©2006-2008 Roghtya.com All Rights Reserved.

copyright