د کابل وخت یکشنبه د ۹ ۸ ۳ ۱ کال د وږي ۴ ۱مه نېټه

05-September-2010 04:49 AM
 
د ډاکټر دوران فيضان ليکنه   
چارشنبه, 17 - جون - 2009

د حمیدالله محمد شاه دنیول کیدو په اړه

دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهيراعلامیه

 

له رسنيو نه مو خبر تر لاسه کړچې د هېواد تکړه ، صادق او ژمن ، ليکوال او فرهنګي شخصيت او دالجزيرې دټلویزیوني شبکې خبریال محترم ورور حميدالله محمد شاه ، ، د  روان کال دغبرګولي په څلرويشتمه  نیټه د ملي امنيت د چارواکو لخوا د نا معلومو دلايلو له مخې نيول شوی دی .

 

دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهيرد ښاغلي حميدالله محمد شاه نيول کیدل ، د بيان د آزادي او په هيواد کې د نافذو قوانينو  په ضد عمل ګڼي.

او د ملي امنيت د چارواکودغه بی مسووليته چلند په کلکه غندي او د افغانستان دولت په کلکه غوښتنه کوي ،چې ژر ترژره ښاغلی حميدالله محمد شاه ، خوشی کړي،میرمن بهیر له ټولو کلتوري ټولنو څخه هیله لري چې دغه عمل په کلکه وغندي او په دې برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.

دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهير

دارالانشآ

 
 

Copyright ©2006-2008 Roghtya.com All Rights Reserved.

copyright