|
د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دڅلورپنځوسمې غونډې رپوټ
د اسد په درییمه د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر ۵۴ غونډه د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د استادې حمیدې صادقي په مشرۍ جوړه شوه. دغه غونډه چې لطیفې وردګ چلوله، مشر میلمه یې لیکوال او شاعراستاد سعدالدین شپون و.
پدې غونډه کې لومړی په کاري مسایلو خبرې وشوې. اغلې ساهرې شریف وویل چې د ځلا مجلې لپاره ډېر زیات مطالب راټول شوي چې طوبا ندا ساپۍ اصلاح کړي هم دي نو پکار ده چې کتونکې ډله د مجلې د لومړۍ ګڼې لپاره مطالب ترې غوره کړي.د غونډې ګډون کوونکو پرېکړه وکړه چې په همدې اوونۍ کې باید د مجلې د مطالبو د غوره کولو کار بشپړ شي.
خاطرې اسحاق زۍ چې د مېرمن بهیر له غړيتوب سر بېره د افغانستان لپاره د روغتیایي، تعلیمي او مسلکي پروګرامونو د پرمختګ د موسسې مشره هم ده او تر ډېره ښځو ته کار کوي وویل چې د دوی موسسه په نژدې راتلونکې کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت په مرسته یو ورکشاپ جوړوي نو له بهیر والو یې غوښتنه وکړه چې پدې ورکشاپ کې ګډون وکړي.
د کره کتنې برخې ته تېره اوونۍ د مینا نظري شعر ټاکل شوی و،مینا نظري خپل شعر ولوست خو د لیکوالۍ د کورس د پیلېدو له امله په دغه شعر کره کتنه ونه شوه.
د لیکوالۍ د کورس د لومړي لکچر له پیل کېدو مخکې ښاغلي علم ګل سحر وویل چې دغه کورس به یوه میاشت د بهیر په اونیزو غونډو کې جوړېږي او هره اوونۍ به د هېواد یو تکړه لیکوال را غوښتل کېږي او معلومات به ورکوي. دغه راز وویل شول چې د دغه کورس په پای کې به د کورس ګډون کوونکو ته په پښتو او انګلیسي ژبه بری لیکونه هم ورکول کېږي.
د لیکوالۍ د کورس لومړۍ ورځ د نامتو شاعر او لیکوال استاد سعد الدین شپون په لکچر پیل شوه. درانه استاد د کیسه لیکنې په برخه کې خبرې وکړې ویې ویل چې :
کیسه لیکل چل نه لري ، کیسه لیکل هنر دی ،مهارت دی.
ولې کیسه لیکو؟
استاد د خپلې پوښتنې ځواب ورکړ:
یوه تجربه په موږ تېره شوي وي ، غواړو نورو ته یې هم ورښکاره کړو. د هیچا خبره بابېزه مه ګڼۍ ، کیدی شي په هغه کې د کیسې تومنه پرته وي. لویو خبرو پسې مه ګرځئ، وړې پېښې راواخلئ. افغانستان د مضمونونو مور ده ، د موضوع کمی نشته.
استاد د خپلو خبرو په دوام وویل چې لیکوال باید دسپلین ولري په خپلو احساساتو کنترول ولري ، هنر له زړه نه، له مغزو راوځي.
استاد زیاته کړه یوه پیښه تاسو داسې ولیکئ چې که یې لوستونکي یوه پاڼه ولوسته تر پایه وغواړي چې ویې لولي. کیسه تر هغه وخته بیا بیا ولیکئ چې جالبه راشي.
استاد سعد الدین شپون په خپل لکچر کې د کیسې په موضوع ، محتوا او جوړښت مفصلې خبرې وکړې او د بهیر والو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
استاد د خپل لکچر په پای کې یادونه وکړه چې خویندی کولای شي خپلې کیسې د ایمیل له لارې ورته ولیږي تر څو ورته اصلاح یې کړي او د لا ښه والي لپاره یې ورته لارښوونه وکړي.داستاد شپون لکچر دټایپ او ویدوپه ذریعه ثبت شو،کیدای شي دمیرمن بهیر ویبپاڼې له لارې خپور شي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې مشاعره هم وشوه چې د مینا نظري په شعر پیل شوه اوشریفې فیضي،فریدې خوستۍ،لینا شریفي،خاطرې اسحق زې،آریا حافظ،نفیسې ستانیکزۍ،پاریسې خزان،ویدا حافظ،لطیفې ،مینې صابر وردګ،ګلمینې یوسفزۍ،وږمې فضلي،اوږۍ امیل،مرضیې امین، ګلالۍ امرخیلې،ساهرې شریف اونظیفې نیازۍ ګډون کړی و او ګڼو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل.
په پای کې (اسلامي ډیوه)او (عدالت) مجلې او یوشمیر کتابونه دمیرمن بهیر په غړو وویشل شول.
په دې غونډه کې داوونۍ بختوره او ترټولو فعاله نجلۍ ګل مینه یوسفزۍ وټاکل شوه او دمیرمن بهیرځانګړی سوغات ورته ډالۍ شو.
د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیرغونډه د مازدیګر په څلور نیمو بجودمازدیګرنۍ په خوړلو سره پای ته ورسېده.
د یادولو ده چې د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر اوونیزې غونډې دهره شنبې ورځ د ماسپښین په یوه نیمه بجه د پوهنې وزارت په تالار کې جوړېږي.
|