د کابل وخت یکشنبه د ۹ ۸ ۳ ۱ کال د وږي ۴ ۱مه نېټه

05-September-2010 03:50 AM
 
د وږمه افضلي ليکنه   
شنبه, 25 - جولای - 2009

mirman_baheer_logo_thumbدمیرمن کلتوري بهیر له خوا دلیکوالۍ دزده کړې کورس پرانیستل شو

 

      د ميرمن كلتوري _ټولنيز  بهير په نوښت ددغه بهیر دغړو اونورو افغان ښځینه لیکوالولپاره دلیکوالۍ دزده کړې کورس پرون د۱۳۸۸ کال دزمري میاشتې په دریمه نیټه دپوهنې وزارت په ودانۍ کې دمیرمن بهیر داوونیزو غونډوپه تالار کې پرانیستل شو.

     لومړي لیکوال او شاعر علم ګل سحر دلیکوالي ددغه کورس دموخو او څرنګوالې په اړه لنډې خبرې وکړې، ورپسې نامتو لیکوال او ادبپوه استاد سعدالدین شپون دلیکوالۍ دځینو اصولو او میتودونو په اړه په زړه پورې لکچر وړاندې کړ.

      د ميرمن كلتوري _ټولنيز  بهيریوخبرځای وویل دغه کورس به دری اوونۍ دوام کوي او دادبیاتو تکړه استادان به دمیرمن بهیر غړواو نورو ښځینه لیکوالو ته دلیکوالي په اړه معلومات وړاندې کوي ،چې په پای کې به په پښتواو انګلیسي ژبو برخه والو ته بری لیکونه ورکول کیږي.

 

 
 

Copyright ©2006-2008 Roghtya.com All Rights Reserved.

copyright